زندانونو چارو د سمون ادارې د تفتېش رئیس په مشرۍ پلاوي د بغلان ولایت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۴۵
بغلان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد " احمدي" په داسې حال کې چې د دې ولایت د علماوو شورا رئیس محترم شیخ عبدالحی د یاد زندان امر محترم مولوي سېدولي "عبدالله" او یو شمېر نورو مسوولینو شتون درلود، لومړي د دې ولایت په زندان کې د ا.ا.ا. پېژندنې سیالۍ ممتازو زنداني ګډونوالو لپاره په جوړه شوې ستاینغونډه  کې چې د یاد زندان د مسوولینو له لوري جوړه او څو ورځې د مخه له یو شمېر زنداني ګډونوالو څخه د ارزونې په موخه ازموینه اخیستل شوې وه، په ممتازو ګډونوالو یې د ستاینې ترڅنګ ډالۍ ووېشلې. 

داراز، د یاد زندان د مسوولینو په وینا د دغې سیالۍ موخه د دولت او رعیت تر منځ د واټن ختمول او د زندانیانو سالمه بوختیا ده.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د داخلي تفتېش رئیس د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.

همداراز، پلاوي د دې زندان د ټولو تخنیکي او اداري برخو ترڅنګ د زندانیانو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شتو نیمګړتیاوو د بشپړولو او حل ترڅنګ یې د هغوی د نظافت په پام کې نیولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسولینو ته د پام وړ لارښونې وکړې.

 

جمادي الاول ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS