د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو کارکوونکو ته د مدیریت د اساساتو پېژندنې په اړه اووه ورځینی ښوونيز سمینار پای ته ورسېده‎

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۴:۴۹
امتحان

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیرتونو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی وو، د مدیریت د کړنلارو په اړه په کې نوموړو ته د اووه ورځو موده کې هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل شو. 
د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید" په دې اړه په جوړو شویو مراسیمو کې چې د ادارې  یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې اداره یې تل کوښښ کوي څو  د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د زندان د کارکوونکو لپاره غوره او ارزښتمنې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې په اداري چارو کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.
 داراز، محترم مولوي سعید د یاد سیمینار له ګډونوالو وغوښتل چې د ادارې د تجربه لرونکو استادانو له ورکړل شویو زده کړو او تجربو څخه په اداري چارو کې ګټه پورته کړي څو پرمټ یې چارې منظمې او په ښه توګه مخ ته لاړې شي. 
همدا شان، د یاد سیمینار ګډونوالو دا ډول پروګرامونه د دوی د پوهې لوړونې په هدف غوره وبلل او د زندانونو چارو د سمون ادارې له مسوولینو څخه یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
په پای کې، د دې سیمینار له ګډونوالو څخه د تشویق او د دوی د مثبتې ارزونې په موخه 
ازموینه هم واخیستل شوه.
د زندانونو چارو د سمون اداره په خپلو چارو کې د بشپړ شفافیت او رڼې حکومت ولۍ ته په پوره ژمنتیا سره غواړي څو د باتجربه کارکوونکو پر مټ ټولې چارې په ښه او منظمه توګه مخ ته یوسي.

جمادي الاول ۱۳/  ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS