د پنجشېر ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سیمینار وړاندې شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۱:۳
بامیان پنجشیر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د پنجشېر ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په هدف یو ورځینی سیمینار د ادارې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا وړاندي شو.
د پنجشېر د زندان مسولینو دا ډول سیمینارونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او د زندانونو چارو د سمون له ادارې یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه کړې.  
دا راز، د دغه زندان د مسولینو په وینا، په یاد سیمینار کې یې د دې زندان کارکونکو سره د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول چې په راتلونکي کې به مثبتې پایلې ولري. 

د یو بل خبر له مخې د بامیان ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو مسوولینو د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د زندانیانو د محکماتي چارو او دوسیو په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د بامیان د زندان له زندانیانو سره په کتنه کې، د هغوی د محکماتي چارو، جرمي دوسیو او نورې اړوندو ستونزو او غوښتنو په اړه معلومات ترې واورېدل او د ژر حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ. 
په پای کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې او د دوی په اړه يې ټول معلومات له اړوندو ادارو سره شريک کړي دي.

جمادي الاول ۱۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS