د غزني ولایت په زندان کې ۱۶ تنو زندانیانو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۳:۴۴
ghazni

په دغو مراسمو کې چې د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" ، د دې ولایت مرستیال والي محترم مولوي رحیم الله "محمود"، د نظامي محکمې رئیس محترم مولوي سید اغا، د استنیناف محکمې رئیس محترم مفتي عبدالرحمن "عزیزي" او یو شمېر علماوو هم ګډون درلود، ۱۶ تنه زندانیانو د قرآن کریم حفظ او ناظرې په برخو کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې.
د غزنې ولایت د زندان رئیس وویل، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو پر دوام او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې ۱۶ تنه زندانیانو ته چې قرآنکریم د حفظ او ناظرې په برخو کې زده کړې بشپړې کړې وې د فراغت سندونه ورکړل شول. 
محترم قاري عادل نوموړو قاریانو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د هغوی لپاره د الله پاک(ج) له خوا یو لوی نعمت او رحمت یاد کړ.
داراز، د مراسمو ویناوالو هم د قرآنکریم او په تجوید د هغه د تلاوت د اهمیت او ثواب په اړه خبرې وکړې او په تجویدي بڼه د قرآنکریم تلاوت یې د ټولو مسلمانانو لپاره اړین وګڼل. 
همداشان، د یادو فارغانو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، « دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې په زندان کې له دا ډول ګټورو برنامو څخه برخمنېږو، وخت مو بېځایه نه ضایع کېږي، د حبس موده مو د ثواب په ترلاسه کولو کې او پرته له اندیښنې څخه تېرېږي او موږ د زندان له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ، د نورو دا ډول دیني برنامو د عملي کولو غوښتنه هم کوو.»
د نوموړو مراسمو په پای کې، د غزني ولایت په زندان کې د قرانکریم د حفظ او ناظرې دورې یاد شمېر فارغو شویو زندانیانو ته د اعزاز پګړۍ پر سر او د خیر دعا ورته وشوه.

رجب المرجب-۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS