د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۱:۲۵
معرفی

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د ادارې د نظا مي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسد الله "مولانا"، د مقام حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرحون"، د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي شاولي د سمونوالۍ په بست کې د څرخي پله د مرکزي زندان د ریاست د امنیتي قطعې د قوماندان او محترم مولوي ګلزار احمد "صلاح الدین" د سمونوالي په بست کې د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د نظامي مدیر په توګه پرسونل ته وپېژندل شول.

داراز، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی، نو هیله ده چې له دغو نویو مسوولینو څخه په دې برخو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د پخوانيو مسوولینو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له نوي ګومارل شویو مسووولینو څخه یې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته د دوام تر څنګ د دې ریاستونو پرسونل ته د خپلو امرینو د اطاعت او د اداري چارو د ښه پرمختګ لپاره په ګډه د همکارۍ سپارښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، یادو نویو ګومارل شویو مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور  کولو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موخه مو خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوو. 

 

رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS