د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت د زندانیانو روا غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۳:۴۳
میدان

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" میدان وردګ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د زندان او زندانیانو د وضعیت، په ځانګړې توګه د نظامي او امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د میدان وردګ ولایت د زندان د بندیانو د خونو یا سلولونو حالت له نږدې وکته، د بندیانو خبرې او غوښتنې یې واورېدې او روا غوښتنو ته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولین هم متوجه کړل.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

 

ذوالقعدة الحرام ۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

BACK TO NEWS