د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې ۹ تنو محجوزینو د قرانکریم د حفظ دوره پایته ورسوله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۴:۱۸
مرکز اصلاح

د دغې دورې د پای غونډې په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"،  د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله ‎"حقاني"، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" په ګډون پلاوی نوموړي مرکز ته ورغلی او هلته یې د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د سترې محکمې د جزا دیوان رئیس محترم مفتي عتیق الله او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د دوی د حفظ د دورې د پایته رسېدو مبارکي ویلې او نوموړو محجوزینو ته یې په نورو دیني او عصري برنامو کې هم د ګډون لارښوونه کړې.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د یادو مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې دمګړۍ د هېواد په اصلاح او روزنې مرکزونو کې ۱۵۰۰ محجوزین شتون لري چې ټول په دیني، عصري او حرفوي زده کړو بوخت دي او پر مټ به یې نوموړي له ناوړه کړنو لرې پاتې او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.

داراز، په یادو مراسمو کې  د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري وویل چې د محجوزینو لپاره یې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو مختلفو برنامو عملي کولو ته زمینه برابره کړې، څو پرمټ یې محجوزین وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

په ورته مهال، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن سعید په خپلو خبرو کې د دغه مرکز دننه د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او په یاد مرکز کې یې د نورو دیني او عصري برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

دغه راز، په یاد مرکز کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام د منظورۍ د حکم پربنسټ، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس په توګه محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او محترم مولوي عبدالوارث "سادات"  د پخوانيو مجاهدینو بندیانو د ریاست د نوي رئیس په توګه د نظامي مرستیال له لورې کارکوونکو ته و پېژندل شو‍ل.

په پای کې ، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د محجوزینو د ښې روزنې په موخه یوه کمپیوټر خونه چې په مجهزو وسایلو سمبال ده د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال او یو شمېر نورو مسوولینو  هم حضور درلود ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.‎

 

 

ذوالحجه الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS