د پکتیا د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت له دوو توقیفخونو ليدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۱۱
پکتیا

د پکتیا د زندان رئیس محترم مولوي سهیل خان "سعید" او مل پلاوي یې د دې ولایت د ځاځي اریوب او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه او د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې او د چارو لا ښه پرمخ وړلو لپاره یې سلا مشورې وکړې.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د نوموړو توقیفخونو وضعیت له نږدې وارزاوه، له توقیفیانو سره یې وکتل، د هغو د حال پوښتنه یې وکړه او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له امله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، لکه د تل په شان د هغوی د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د لا زیاتولو ژمنه وشوه.
داراز، پلاوي د یادو توقیفخونو مسوولینو ته په ټینګار سره وویل، چې د توقیفیانو د محکماتي چارو لا چټکتیا او هغوی ته د لا نورو ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه پاملرنه زیاته کړي.

محرم الحرام ۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS