ولایتي خبرونه (غزني، سمنګان) د غزني ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو د توقیفخونو د رغنیز چارو څخه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۲۱
ولایتی

د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ پلاوي د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره یې د تعمیراتي او رغنیزو چارو اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

په دې خبرو اترو کې، د دې ولایت د توقیفخونو  په تعمیراتي برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او حل لارې یې وارزول شوې.

په ورته وخت کې، یاد پلاوي په دغه ولایت کې د ځینو ولسوالیو د توقیفخونو روانې رغنیزې چارې له نږدې ولیدلې او د ښه والي او چټکوالي لپاره یې اړوند مسوولینو  ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د مرافعې محکمې رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندانه د لیدنې ترڅنک د یاد زندان مسوولینو سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

داراز پلاوي د سمنګان ولایت د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی محکماتي چارو او دوسیو په اړه ستونزې او غوښتنې ترې واورېدې او د ژر څېړلو  په موخه یې د دغه زندان مسوولینو سره لازمې مشورې وکړې.

 

محرم الحرام ۴/ ۱۴۴۶

 د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS