د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال: « موږ خپلو اړوندو زندانونو کې د زندانیانو پر شکنجې نه، بلکې د هغوی پر بیا روزنې او اصلاح فکر کوو»

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۵۲
معاونیت نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن (چارشنبې) د یادې ادارې د تعلیمي مرکز قومندانۍ د غونډو په تالار کې د جوړې شوې ناستې پرمهال، چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، د یاد مطلب په څرګندولو سره د زندانونو اړوندو مسوولینو او مؤظفینو ته په خطاب کې وویل: « د هېواد په زندانونو کې مو د زندانیانو د ښوونې او بیا رورنې برخې ته زیاته پاملرنه کړې او تاسو هم باید لکه د تل په شان دې ته چمتو واوسئ، چې نوموړي په اسلامي فکر او روحیې وروزئ او هغه زندانیان چې عمرونه یې ډېر دي تر نورو هغو ورسره ډېر ښه چلند وکړئ او ورته لازم سهولتونه برابر کړئ».
داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" زیاته کړه، د زندانونو چارو د سمون اداره د زندانونو د چارو د لاپیاوړتیا او زندانیانو ته د غوره خدمتونو، دیني، عصري او حرفوي زده کړو د زمینو برابرولو په هدف بېلابېلې برنامې لري، څو د زندانیانو لپاره په زندان کې د ژوند ښه چاپېریال برابر شي.
همداشان، نوموړي د کابل ولایت د مرکزي محبس نظامي پرسونل ته سپارښتنه وکړه چې وخت بې ځایه تېر نه کړي، ورزش او مطالعې ته پاملرنه وکړي او خپله فکري او جسمي روغتیا پیاوړې کړي. 
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" هم په خپلو خبرو کې وویل، 

دوی هڅه کوي چې زندانیانو ته په ښوونېزه او روزنیزه برخه کې مختلفې برنامې عملي کوي، څو پر مټ یې نوموړي په دیني، عصري او حرفوي زده کړو سمبال او د اصلاح شویو وګړو په توګه یې بیا ټولنې ته وړاندې کړي.
همدا شان، نوموړي د زندان پر مسوولینو غږ وکړ چې له زندانیانو سره ښه چلند او د هغوی شرعي او انساني حقوقونو ته پاملرنه وکړي.

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS