د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس او پلاوي یې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۷:۱
raise

د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په مشرۍ او د ادارې د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په ملتیا پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز څخه د لیدنې پرمهال، د دغه مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او اړوندو مسوولینو سره د یاد مرکز د وضعیت په اړه خبرې اترې او د لا ښه والي لپاره یې سلا مشورې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د محجوزینو له ښوونځي، روغتیايي کلینیک، پخلنځي، لوبو ځای او د امنیتي ټاورونو وضعیت هم وارزاوه او ژمنه یې وکړه چې د ادارې د بودجې او همکارو موسسو د مالي همکارۍ پرمټ به د اړتیاوو پوره کولو په موخه جدي هڅه وکړي.

په ورته وخت کې، محترم قاري رحمت الله" ګلزاد" د یاد مرکز له خوا محجوزینو لپاره د برابرو شویو حرفوي روزنو له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې په همدې برخه کې د روزل شویو محجوزینو له لورې جوړ شوي مختلف توکي وکتل او د خوښۍ په څرګندولو یې له دغو محجوزینو وغوښتل، چې د خپل حجز موده دې په دې مرکز کې د دیني او عصري زده کړو او حرفوي روزنو پر زده کړو او روزنې تېره کړي، څو یې په خبره د دغې مودې تر پایته رسېدو وروسته ترې د خپل ځان، کورنۍ او هېواد لپاره ښه ګټه واخلي.  

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس د نوموړي مرکز د سیر او سفر د کتابچې د ارزونې ترخوا د شخصیتي دوسیو د امریت له مسوولینو سره هم ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د اړوندو چارو پروخت او ښه ډول د ترسره کولو، او د دې مرکز مسوولینو ته یې د محجوزینو د خونو او اړوندو ځایونو د نظافت او پاکوالي په پام کې نیولو  او لا ښو امکاناتو زیاتولو په موخه سپارښتنه وکړه.

همداراز، پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له پلورنځي څخه هم ارزونه وکړه او پلورونکو ته یې لارښوونه وکړه څو ښه کیفیت لرونکي توکي راوړي او د بازار په بیه او د نرخ نامې په مراعات کولو یې په محجوزینو وپلوري.    

همداشان، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو پلاوي څخه په دې مرکز کې د جومات د پراخوالي د غوښتنې ترڅنګ د برابروشویو اسانتیاوو، لاسته راوړنو، د محجوزینو بیا روزنې او ځینو اړتیاوو په هکله د ادارې د مقام د دفتر رئیس ته معلومات ورکړل چې د هغه له خوا د یادو محجوزینو لپاره د ترسره شویو مثبتو کارونو ستاینه او د ستونزو د حل په موخه ژمنه وشوه.

 

محرم الحرام ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۶   

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS