د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۴۵
مرکز

د محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په مشرۍ او د یادې ادارې د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په ملتیا دغه پلاوی نن(سې شنبې) د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ته ولاړ او هلته یې له مسولینو سره په لیدنه کې د توقیفخونې او توقیفیانو د وضعیت په اړه خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

تر دې خبرو اترو وروسته، نوموړي پلاوي د دې توقیفخونې د توقیفیانو کتلو ته ورغی، د هغوی د وضعیت  او ورسره د مسوولینو د چلند د حال پوښتنه یې وکړه او هغوی ورته په ځواب کې وویل، « زموږ وضعیت ډېر ښه دی، کومه ستونزه نه لرو او مسوولین هم له موږ سره ډېره ښه رویه کوي، خو هیله لرو چې دوسیې مو ژر وڅېړل شي».

په ورته وخت کې، دغه پلاوي نوموړو توقیفیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د دوسیو ژر څېړلو غوښتنه به د پخوا په شان له عدلي او قضایي ارګانونو سره شریکه کړي او له هغوی به هیله وکړي چې په دې برخه کېخپله پاملرنه زیاته کړي.

همداشان، پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له مسوولینو وغوښتل، څو د دې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره لا نورې اسانتياوې برابرې او روا غوښتنو ته یې رسېدنه وکړي.

په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر د رئیس په مشرۍ پلاوي د دغې توقیخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شتو نیمګړتیاوو د بشپړولو او حل ترڅنګ یې د هغوی د نظافت په پام کې نیولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسولینو ته د پام وړ لارښونې وکړې.

په ورته وخت کې، یاد پلاوي د نوموړې توقیفخونې له کانټینونو څخه په لیدنه کې د خوراکي توکو تاریخ او نرخ نامه وارزوله او پلورونکو ته یې د کیفیت لرونکو توکو د واردولو او له توقیفخونې بهر د بازار په بیه د هغو د پلورلو سپارښتنه وکړه.

 

محرم الحرام ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS