د کابل ولایت د څرخې پله په مرکزي محبس کې د نارینه محبوسینو تر منځ د والیبال ټورنمنټ د اووم بلاک د لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسېد

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۴:۳۹
خبر ورزشی

دغه ټورنمنټ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې او د المپیک ملي کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په ګډو هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د مرکزي محبس د لوموړي، پینځم، اووم، اتم او نهم بلاکونو د محبوسینو د پینځو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، تېره ورځ ناوخته د اووم بلاک د لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

د دغې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د افغانستان د سپورټ عمومي ریاست رئیس محترم مولوي احمد الله "وثیق" او د یاد ریاست یو شمېر مسوولینو، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د دې معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت"، د افغانستان د کرېکټ بورډ استازو او شمېر نورو مسولینو او مینه والو محبوسینو شتون درلود، په خپلو خبرو کې ګټونکې لوبډلې ته د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه، «موږ د دې ادارې پورې اړوند ټولو زندانونو کې د اتحاد او اتفاق فضا رامنځه کړې او مسوولین او پرسونل مو شپه او ورځ د زندانیانو د هوساینې لپاره خدمت کوي».

داراز، د المپیک ملي کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس محترم مولوي احمد الله "وثیق" په یادو مراسمو کې د ورزش پر ارزښت خبرې وکړې او د خوښۍ په څرګندولو سره یې وویل، «لکه څنګه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې محبوسینو ته د ورزش په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي او دغه ټورنمنټ یې یوه ښه بېلګه ده، موږ هم ژمنه کوو چې د زندانیانو د روحي او جسمې روزنې او سلامتیا په موخه دې ادارې سره د ورزش په بېلابیلو برخو کې پوره همکاري وکړو».

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په خپلو خبرو کې د زندانیانو لپاره په اړوندو زندانونو کې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو ترڅنګ، د ورزش لپاره هم له برابرو شویو فرصتونو او اسانتیایوو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، « تمه لرو چې هر زنداني به د خپل بند د مودې په پورکېدو سره وکولی شي د یو عالم، حافظ، استاد او اتل په توګه له کورنۍ او ټولنې سره یو  ځای او د یو سالم وګړي په توګه هېواد او خلکو ته د خدمت وړ وګرځي».

همداشان، د نوموړې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولو ي نظر محمد "ناصري" په خپلو خبرو کې ورزش د زندانیانو لپاره د ښوونې او روزنې یوه مهمه برخه وګڼله او زیاته یې کړه، چې دا اداره هڅه کوي د نورو ورزشونو مینه والو زندانیانو ته هم ورته امکانات برابر کړي.

په همدې حال کې د والیبال لوبې مینه والو محبوسینو د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ او مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د دوی د تفریح، فزیکي او روحي سلامتیا لپاره یې دغه ټورنمنټ جوړ کړی و، خو په راتلونکې یې د دا ډول نورو برنامو د عملي کولو غوښتنه هم وکړه.

 د یادونې وړ  بولو، چې دغه مراسم د کابل ولایت د مرکزي زندان د نارینه محبس د محبوسینو ترمنځ د والیبال د ټورنمنټ د لومړي، دویم او درېیم مقامونو ګټونکو لوبډلو ته د کپونو، جوایزو، او مډالونو، څلورم او پینځم مقام ګټونکو ته د جوایزو او د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست د بدني روزنې امریت مسوولینو ته د یاد ټورنمنټ پرمهال د زحمتونو ګاللو او هڅو په پار د ستاینلیکونو پر ورکړې پایته ورسېدل د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د دغو سیالیو موخه د زندانیانو لپاره د تفریحي او سالمې فضا رامنځته کول، له خپګان، استرس او د وخت بېځایه ضایع کېدو څخه مخنیوی او د روحي او جمسي روغتیا او سلامتیا خوندیتوب دی.

 

صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS