د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د کابل ولایت د څرخي پله زندان له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو امریت له چارو څخه ارزونه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۳:۵۳
خبر رییس عمومی

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د ادارې د څار او ارزونې رئیس محترم مولوي شکور "طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله تېره ورځ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان ته ورغی او هلته یې د عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو امریت د اړوندو اسنادو له خنډ او ځنډ څخه د مخنیوي او په دې برخه کې د لانورو لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د یاد امریت له مربوطه برخو څخه لیدنه وکړه.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د دغې ارزونې په ترڅ کې د اړوندو برخو مسوولینو ته زیاته کړه، « دا زموږ او ستاسو هم اسلامي وجیبه او هم کاري مسئولیت دی، چې خپلو چارو ته بې له کوم زنډ پر خپل وخت رسېدنه وکړو ترڅو چارې ژر او په اصولي توګه ترسره شي».

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د دغه امریت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه څو د اداري مراحلو په لا چټکوالي کې خپله پاملرنه لانوره هم زیاته کړي څو په خبره یې د زندانیانو د جرمې دوسیو په برخه کې ستونزې حل او اسانتیاوې برابرې شي.

         

ربیع الثاني ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS