د زندانونو چارو د سمون ادارې د کابل او ۳۳ ولایتونو  د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې مدیرانو ته پنځه ورځینی ښوونيز سمینار پیل کړ

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۱۲
سیمینار تعلیم تربیه

دغه سمینار د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکز او ۳۳ ولایتونو د ښوونې او بیا روزنې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو مدیرانو ته د زندانیانو د اصلاح او روزنې برنامو د ښه تنظیم په موخه جوړ  شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" ، د ازموینو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ مولوي عبدالباقي " حقاني"، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو عمومي رئیس محترم مولوي غلام حیدر " شهامت"، د دې ادارې او د ځېنو امارتي ادارو یوشمېر رئیسانو او مسوولینو ګډون درلود، سمینار د پرانیستنې پرمهال ګډونوالو ته په خبرو کې د تعلم او تربیې په ارزښت خبرې وکړې  او وویل؛ د زندانیانو د ښې روزنې ترڅنګ ښه سلوک د هغوی په اصلاح کې مهم رول لري نو لازمه ده چې له هغوی سره د یتیمانو او مسکینانو په څیر چلند وشي.

محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه  چې د زندانیانو په نیک سیرت باندې کار وکړئ څو  په راتلونکې کې د متدینو وګړو په څیر ټولنې سره یو ځای شي.

داراز، د ازموینو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ مولوي عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې وویل؛ موږ د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) دې حکم ته ژمن یو چې زندانیانو لپاره زندانونه به  د حبس ځای نه بلکې دیني مدرسې د عصري او د کسب زده کړو ځای وي.

په همدې حال کې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي او یو شمېر نورو رئیسانو خبرې وکړلې او وویل؛ که هر څوک په هر  جرم زندان ته او په هر تخلف د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته راغلي وي، دومره هڅه ورسره وشي چې له بند او حجز د خلاصون پر مهال پخوانی فکر او عقیده ونلري او بېرته له ښه فکر سره د صالح وګړي په توګه ټولنې سره یو ځای شي.

همداراز، د تخنیکي او مسلکي تعلمیاتو عمومي رئیس محترم مولوي غلام حیدر شهامت وویل؛ د زندانونو چارو سمون له ادارې سره د حرفوي زده کړو په برخه کې د ۱۶ ولایتونو له زندنونو  سره همکاري لري او په راتلونکې کې پلان لري خپلې همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

د غونډې په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري  وویل؛ د کابل او ۳۳ ولایتونو په زندانونو کې  د دیني، عصري او حرفوي زده کړو بهیر روان دی او نوموړی ډاډ ورکوي چې د زندانیانو په ښې روزنې کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS