د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس د ننګرهار له زندانه ليدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۱:۱۶
ننگرهار

محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په داسې حال کې چې د ادارې مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" یې هم ملتیا کوله ننګرهار ته سفر وکړ او هلته یې د هغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

په ورته وخت کې، د دې زندان زندانیانو د محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې دا غوښتنه به یې د قانون په چوکاټ کې عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړې، څو ورته پر وخت رسېدنه وشي او ترڅنګ به يي د زندانيانو اساسي اړتیاوې په لومړيتوب کې ونيسي.

همداشان، محترم مولوي "مستري "د یاد ولایت د زندان د تعميراتي چارو، د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، روغتیايي، امنیتي پوستې، ټاورونه، قراولونه وارزول او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې چې د زندان چارو د لا ښه والي او د زندانيانو د ژوند ښه کولو، او د امنيتي تدابيرو پیاوړتیا په برخو کې  اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

په پای کې، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید د عمومي رئيس د ملاتړ او سپارښتنو هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړله چې د ادارې لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کړي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هېواد د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو له وضعیت څخه ځان خبر او د شتو امکاناتو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

 

جمادي الثاني ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS