د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د (یو ان ومن) دفتر له مشرې سره ولیدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۶:۵
عمومِ رةیس

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د افغانستان لپاره د (یو ان ومن) له مشرې مېرمن ډیویډ سن الیسن میریم او مل پلاوي سره په لیدنه کې د ښځینه محبوسینو سره په همکاریو زیاتولو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزي" هم شتون درلود، د مېرمن ډیویډ سن الیسن میریم په مشرۍ (۶) کسیز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړله:« که زندانیان د زندانه د باندې په ټولنه کې په هر جرم نیول شوي، اوس دلته له موږ سره امانت دي او د دې ادارې مسوولینو د نوموړو د ښې ساتنې، پالنې او انساني حقونو پاملرنه کړې، روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو اړتیا وړ برخو کې یې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي او د لا غوره چوپړتیاوو د جمتو کولو په پار نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي مستري د (یو ان ومن) دفتر له پلاوي سره په خبرو کې د ګډې همکارۍ په زیاتولو خبرې وکړې او له نوموړو یې د ښځینه محبوسینو لپاره د ښوونیزو ورکشاپونو او حرفوي زده کړو لپاره د خامو موادو برابرولو، روغتیایي تجهیزاتو او د ښځینه محبوسینود ماشومانو لپاره چې عمرونه یې د (۱) کال څخه تر (۳) کلونو پورې وي او له نوموړو سره په محبس کې اوسیږي د لا غوره غذایي موادو برابرولو، د زونونو په سطحه په زندانونوکې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړله.

په ورته مهال، په افغانستان کې د (یو ان ومن)  دفتر مشرې مېرمن ډیویډ سن الیسن میریم ژمنه وکړله چې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره به د یادو برخو د پلې کولو په موخه هڅې وکړي.

 

رجب المرجب ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS