د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۰:۵
معرفی خاکسار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالرحمان "عابد" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم الحاج مولوي عبدالمالک"خاکسار" چې مخکې له دې د ادارې د خدماتو رئیس وو اوس د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس د نوي رئیس په توګه د اړوند محبس ملکي او نظامي پرسونل ته وپېژندل شو.

محترم الحاج مولوي مستري د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې د تغییر او تبدیل موخه د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له محترم الحاج مولوي خاکسار څخه ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، نوموړي د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس له پخواني رئیس څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، محترم مولوي عبدالمالک خاکسار هم په خپلو خبرو کې وویل؛ موخه مې خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم.

 

رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS