ولایتي خبرونه (ننګرهار، غزني، بامیان، پنجشیر، بغلان) د ننګرهار ولایت په زندان کې د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې درې ورځېنی سمینار پای ته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۳۵
kaka

دغه سمینار چې د ادارې د پرسونل د مسلکي مهارتونو لوړولو او د مسؤلیتونو لا ښه ترسره کولو په موخه جوړ شوی و، ګډونوالو ته د اداري اصولو، مسلکي اخلاقو، د محبوسینو د حقونو، د امنیتي تدابیرو، او د ورځنیو دندو د ښه ترسره کولو په پار د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت د استادانو له لورې هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د سمينار ګډونوالو ته د سمینار اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو دوام د اداري پرسونل د ظرفیت لوړولو لپاره اړین دي او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د ادارې اړوند زده کړل شوي مهارتونه په خپلو ورځنیو چارو کې وکاروئ، څو اداري چارې لا منظمې او مؤثرې مخ ته لاړې شي.

ورته مهال ګډونوالو د سمینار پر محتوا مثبته تبصره وکړه، او ویې ویل چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د هغوی د مسلکي ودې لپاره خورا ارزښتناک دي او ډاډ یې ورکړ چې زده کړل شوي مهارتونه به د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره وکاروي.

 

د یوبل خبر له مخې، د غزني او بامیانو ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ په سپارښتنه او د غزني او بامیانو ولایتونو د زندانونو  مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو په دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د نوموړو زندانونو ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې بهیر پیل شو.

د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د ادارې د پرسونل د فکري او اسلامي روحېې د لوړولو لامل وبلل.

همدا راز، نوموړو مسوولینو د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو څخه وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه پوره ګټه واخلي او ټولنې ته د ښه خدمت کولو لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.

په ورته وخت کې، نوموړو ګډونوالو د یادې ادارې له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د زدهکړو دا بهیر یې مثبته وګڼله او ورته د نورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

باید یادونه وکړو چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم په ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي.

 

بل لور بیا، د پنجشیر ولایت له زندانه (۷) تنه له عفوې او تخفیف څخه برخمن شول

 

د پنجشیر ولایت د استیناف محکمې د ټاکل شوي پلاوي له خوا د زندانیانو د نسبتي دوسیو د کره ارزونې او د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام د حکم پربنسټ، یو شمېر هغه محبوسین چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په هڅو  یاد زندان کې چې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې یې پوره ونډه اخیستې او بریالي شوي وو، خوشې او د حبس په موده کې له تخفیفه برخمن شول.

د دې ولایت د زندان مسوولین وايي، د دغه حکم له مخې د دې زندان (۶) تنو محبوسین د حبس پاتې موده عفوه او خوشې شول او د یو تن حبس په موده کې تخفیف ورکړل.

همداراز،  د یاد زندان مسوولینو له لورې یادو خوشې شویو کسانو سره چې د دې ولایت والي او د محکمې مسوولینو هم حضور درلود، نغدي مرسته هم وشوه.

 

 

بل بخوا بیا، د بغلان ولایت د زندان ښځینه محبوسینو سره د یوناما دفتر له لورې مېنځلو توکو مرسته وشوه

په دغه مرسته کې چې شامپو، صابون، او د اړتیا وړ نور توکي شامل دي د یوناما استازو لخوا د دې زندان مسوولینو ته وسپارل شو.

داراز، د زندان مسوولینو د یوناما له استازو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړله چې دغه مرسته به په شفافه توګه په ښځینه محبوسینو وویشي.

 

شعبان المعظم ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS