د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو ترمنځ د اسلامي تاریخ او د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۷:۱۶
مرکز

دغه سیالۍ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډې همکارۍ د یادې توقیفخونې د توقیفیانو تر منځ پيل شوې وه د پای په مراسمو کې ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین محترم مولوي حیات الله "مهاجر فراهي" د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام  د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د عامې روغتیا د طبي شورا د جواز ثبت او صدور رئیس قاضي پامیر"اکاخیل"، د خصوصي نشراتو د اتحادیې رئیس او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.

په دې اړه په جوړو شویو مراسېمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین محترم مهاجر فراهي د دې برنامې ګډونوالو ته د مبارکۍ وویلو تر څنګ د زندانونو چارو دسمون ادارې له رهبرۍ څخه د دیني او حرفوي زده کړو ښوونو او روزنو د برنامو د برابرولو په موخه مننه او زیاته یې کړله چې زندان د انسان د ازمایښت ځای دی نو هیله مند یم چې له دې ځایه د علم، مطالعې او د ځان اصلاح په هدف ګټه پورته کړئ.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام  د دفتر رئیس محترم قاري ګلزاد په خپلو خبرو کې وویل چې په زندانونو کې دیني عصري او حرفوي برنامي ستاسو د اصلاح لپاره جوړې شوي او په ګډون سره  یې د اصلاح لاره خپله کړئ.

داراز، نوموړي زیاته کړله چې که تاسې دلته په هر جرم راغلي یاست نو د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولیت ستاسو ساتنه پالنه او د اصلاحي برنامو برابرول دي باید له شته فرصتونو څخه په استفادې د ادارې له لوري په برابرو شویو کټورو برنامو کې ونډه واخلئ.

همداشان، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي ناصري د یادو مراسمو پر محال د مطالعې د ارزښت په اړه تر خبرو وروسته زیاته کړله چې د زندانونو اداره مهم مسوولیتونه لري او دا اداره د زندانیانو لپاره د دیني، عصري، حرفوي زده کړې او د ذهني سکون بابرولو او د بدني روزنو په هدف مختلفې برنامې برابرې کړي.

دغه راز، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون" هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د مراسمو ګډونوالو توقیفیانو ته وویل، چې تاسو زموږ میلمانه یاستئ او ستاسو د ساتنې روزنې په موخه مو درته ټولې چوپړتیاوې برابرې کړي دي.

همداشان، یو شمېر نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري زندانیانو ته د برابرو کړو امکاناتو ښوونو او روزنو په موخه هڅې وستایلې او له توقیفیانو څخه یې په دې برنامو کې د ګډون غوښتنه وکړله. 

همداراز، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو ترمنځ د اسلامي تاریخ او سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) د سیالۍ (۱۵) غوره ګډونوالو ته د لا هڅونې په موخه ستاینلیکونه، قرآن مجید، کتابونو او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

په همدې حال کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په داسې حال کې چې د نوموړې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"،  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مولوي حیات الله "مهاجر فراهي" او مل پلاوي هم شتون درلود، د کابل ولایت څرخي مرکزي محبس ته لاړل او هلته یې د ا.ا.ا د امیر المومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله "اخند زاده" (حفظه الله) مجاهدينو ته د لارښوونو کتاب ازموینې بریالیو ګډونوالو د ستاینې مراسمو کې ګډون وکړ.

 

شعبان المعظم ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS