ولایتي خبرونه ( ننګرهار، پکتیا، غزني) د ننګرهار ولایت د زندان په ښځینه بلاک کې د قرآن کریم د تفسیر دورې سیالي پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۱:۵۵
ولایتی

د تفسیر دغه دوره چې د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت  لخوا پیل شوې وه، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په یادو مراسمو کې د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د پردې تر شا په خپلو خبرو کې ښځینه زندانیانو ته د شرعي حجاب په رعایت ولو، دیني زده کړو او مطالعې  په ارزښت خبرې وکړې او له ښځینه محبوسینو څخه یې وغوښتل چې شرعي حجاب مراعات او دیني زده کړو په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د زندان رئیس زیاته کړله « تاسو لپاره دا ښه فرصت دی چې خپلې تېروتنې اصلاح او د ژوند لپاره نوې او مثبته لاره غوره کړئ»

د زندانونو چارو د سمون اداره د دې ډول برنامو له لارې زندانیانو د اصلاح لپاره نه یوازې دیني او اخلاقي زده کړو زمینه برابره کړې ترخوا یې زندانیانو د ښې ساتنې او پالنې لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې، څو پر مټ يې د بند مودې پوره کېدو سره خپل عادي ژوند ته وګرځي.

 

د یو بل خبر له مخې، پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز  کې د سورة یاسین سیالي پای ته ورسېده

دغه سیالي چې د دې ولایت د زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت له لورې یوه میاشتې وړاندې پیل شوې وه، د ګډونوالو د پارچو ارزونو وروسته پایلې اعلان او  بریالیو ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې.

 

د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د تعلیم الاسلام سیالي پای ته ورسېده.

 

په دغه سیالۍ کې چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه،  د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه اخیستل شوې وه پایلې اعلان شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د غزني ولایت د استیناف محکمې رئیس او یو شمېر سمه ییز مسوولینو هم حضور درلود، د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو په خپلو خبرو کې زندانیانو ته دیني زده کړو او مطالعې  په ارزښت خبرې وکړې او له  محبوسینو څخه یې وغوښتل چې دیني زده کړو په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

همداراز، یادې برنامې ممتازو ګډونوالو ته کمپیوټر او  نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

 

شعبان المعظم ۲۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS