د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس څخه د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو د نظامي مسوولینو له جملې (۱۲۶) تنه ساتنمنان او افسران فارغ شول

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵۴
فراغت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له (۱۲۶) تنو ساتنمنانو او افسرانو د دوه میاشتینیو زده کړو په دوره کې برخه اخیستې وه، یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد " احمدي"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، زیاته کړله چې تاسو د هېواد د ټولو ولایتونو له زندانونو څخه ګوته په ګوته راټول شوي یاست څو دلته ټول نظامي اصول زده کړئ او په چارو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

دغه راز، نوموړي د هېواد د ټولو زندانونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې له زندانیانو سره ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

همداراز، د نظامي چارو مرستیال یوځل بیا په مسوولینو غږ وکړ څو له نظامي یونوفورم څخه په استفادې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

په ورته وخت کې، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" د یادو مراسمو کډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ادارې له لوري درکړل شوې زده کړې په خپلو چارو کې عملي او سپارل شوي مسوولیتونه په سمه توګه پرمخ یوسئ څو هم الله (ج) او هم د هغه بنده ګان درڅخه راضي شي.

همدارار، د یادو مراسمو په پای کې فارغو شویو ګډونوالو د تصدیق پاڼو د ترلاسه کولو پرمهال هم په یاد کورس کې په خپل ګډون خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د ترلاسه کړو روزنو او زده کړو پرمټ به یې ورسپارل شوې چارې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS