د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دې ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې له غړو سره ولیدل
په دې لیدنه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" د یادې کمېټې له رئیس محترم مولوي عبدالله حقیق او غړو سره خبرې اترې وکړې.
داراز، د ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې غړو هم د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال ته د دغې کمېټې د کاري لارښود، کړنو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
همداراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم طارق د چارو د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې د پرمخ بیولو او لاښوالي په موخه لازمې لارښونې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د تقنیني اسنادو د جوړولو، بیا کتنې، تصحیح او هغه ادارې موارد چې په تقنیني اسنادو کې صراحت ونه لري د شرعی اصولو او قانون په رڼا کې ترتیب او تنظیم ده.
رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
