ولایتي خبرونه ( ننګرهار، بغلان، پروان، بامیان، میدان وردګ، هلمند) ننګرهار ولایت په زندان کې د سولر جوړونې شاپ پرانیستل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۲۹
ghonda

د ننګرهار ولایت د زندان  د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت په همکارۍ د نوموړي زندان د زندانیانو د روزنې  په موخه د سولر جوړونې شاپ پرانیستل شو.

 د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د رونېزو اود کسب زده کړو برنامو پلي کېدل د زندانیان په ښې روزنه کې خورا ګتور یاد کړل او زیاته یې کړله چې یاد ریاست هڅه کوي چې د زندانیانو ته د ذهنې ارمتیا او د هغوی د ښې راتلوونکې لپاره بېلابیلې ښوونیزې او روزنیزې برنامې وړاندې کړي.

د یادولو ده، چې د سولر جوړونې په دغه شاپ کې به ۳۵ تنه زندانیان د کسب په زده کولو کې مشغول شي. 

په همدې مهال د زندانونو د سمون ادارې د روغتیا رئیس چې د ننګرهار ولایت  زندان رئیس او یو شمېر مسوولینو یې هم ملتیا کوله د دې ولایت د زندان د (سرا پا) کلنیک د رغونې چارو څخه لیدنه وکړله.

داراز، د یاد زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید وویل چې دا رغنیزې چارې نه یوازې د زندانیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ کړي، بلکي زنداني ناروغانو لپاره به لاډیرې اسانتیاوې برابرکړي.

بغلان:

د یو بل خبر له مخې، بغلان ولایت له زندانه ۳۹ تنه محبوسین د عفوې او تخفیف څخه برخمن شول

بغلان ولایت د استیناف محکمې د ټاکل شوي پلاوي له خوا د زندانیانو د نسبتي دوسیو د کره ارزونې او د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام د حکم پربنسټ، یو شمېر هغه محبوسین چې د زندانونو چارو د سمون ادراې په هڅو  یاد زندان کې چې په دیني، عصري، او حرفوي زده کړو کې یې پوره ونډه اخیستې او بریالي شوي وو، خوشې او ځېنې  نور د حبس په موده کې له تخفیفه برخمن شول.

د دې ولایت د زندان مسوولین وايي، د دغه حکم له مخې د دې زندان (۱۹) تنو د حبس پاتې موده عفوه او خوشې شول او (۲۰) تنو نورو ته د حبس په موده کې تخفیف ورکړل شو.

پروان، بامیان:

بلخوا بیا، د پروان او بامیانو ولایتونو په زندانونو کې د ترجمې او تفسیر دوره پای ته ورسېده

 

د نوموړو ولایتونو د زندانونو مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دیني زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دیني زده کړو په برخو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي څو په مټ یې دینوي او اخروي ګټې ترلاسه کړي.

میدان وردګ

بل لور بیا، د میدان وردګ ولایت د زندان یو تن پایواز، زندان ته د موبایل د لېږد په تور ونیول شو

یو تن پایواز چې غوښتل یې یو مبایل د میدان وردګ ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال ترې کشف، ضبط او له لېږدوونکي سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول.

هلمند:

ورته مهال، د هلمند ولایت زندان کې د موټرو سرپټی تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هلمند ولایت د زندان د مسوولینو وینا، یاد د موټرو سرپټی تم ځای د ادارې په مالي لګښت د باتجربه کاري ټېم له لوري په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول جوړ شوی چې موخه ترې د ادارې وسایط له لمر، باران او نورو طبیعي افتونو خوندي ساتل دي.

رمضان المبارک ۲۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS