د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې کې د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر ختم ترسره شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۴۶
لخدیش

د روژې مبارکې میاشتې په پار د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې کې توقیفیانو ته د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر ختم په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" په داسې حال کې چې د کابل ولایت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې د ابتدایه محکمې رئیس مولوي حمدالله "احمدي"،  او د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود په خپلو خبرو کې وویل چې زندان د دیني عصري، حرفوي زده کړو، ورزشي برنامو او د ناوړه کړنو د برېښودلو او اصلاح ځای دی.

داراز، محترم مولوي ناصري د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر د ختم په دې جوړو شویو مراسمو کې ګډونوالو توقیفیانو ته زیاته کړله که غواړئ چې له ناوړه کړنو لرې پاتې او د پوهو وګړو په څېر په ټولنه کې ژوند وکړئ نو د ادارې له لوري په داسې ګټورو برنامو کې ونډه واخلئ.

دغه راز، د کابل ولایت د ابتدایه محکمې رئیس مولوي حمد الله احمدي په یادو مراسمو کې په خپل وار سره توقیفیانو ته وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري په دیني برنامو کې ګډون وکړئ څو الله ج درڅخه راضي او دا فکر مه کوئ چې تاسو دلته توقیفیان یاست الله تعالی تاسو ته د قران د زده کړې فرصت برابر کړی نو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ ځانونه د قران کریم په زده کړې مصروف کړئ.

په ورته وخت کې، دغه مراسم د قران کریم د تفسیراو ترجمې استادانو ته د ښه تدریس په موخه د ډالیو او تصدیق پانو په ورکړې او د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

هېره دې نه وي، چې تر دغو مراسمو ورسته د توقیفیانو لپاره د عبدالله بن عباس (رض) په نوم د یوې مدرسې د پرانیستې ترڅنګ د سواد زده کړې برنامه او د ورزنش لپاره ځانګړي ځای هم وټاکل شو.

 

 

رمضان المبارک ۲۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS