ولایتي خبرونه ( میدان وردګ، بغلان، بادغیس ) د میدان وردګ ولایت د زندان امر په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۱۱
ولایتی

د میدان وردګ ولایت د زندان امرمحترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د جلریز ولسوالۍ د توقیقخونې بېلابیلو برخو اروزنې ترڅنګ اړوندو مسوولینو سره هم ولیدل او د چارو د لا ښه پر مخ وړلو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، پلاوي د یادې توقیفخونې له تورنو سره هم له نږدې ولیدل او هغوی هم راغلي پلاوي سره خپلې ستونزې اوغوښتنې شریکې کړې.

په پای کې نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې یادو تورنو ستونزو او غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

ورته مهال، د بغلان ولایت د نظامي مسوول په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې مسوولینو سره ولیدل او پراړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

د بغلان ولایت د زندان نظامي مدیرمحترم مولوي عبدالکریم "نوراني" په مشرۍ یوه پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو، پرسونل او تورنو سره په جلا جلا توګه ولیدل.

داراز، پلاوي نوموړو تورنو سره په لیدنه کې هغوی ته سپارښتنه وکړله چې کړنو څخه به پېښمانه او په راتلونکې کې د جرم مرتکب نه شي.

په پای کې، د محترم مولوي نوراني په مشرۍ پلاوي د یادې توقیفخوني تورنو لپاره د خوړو، اعاشي، اباتي او پخلځني څخه لیدنه وکړله او اړوند مسوولین یې د یادو ځایونو پاکوالي ته ځیر کړل

 

د یوبل خبر له مخې، د بادغیس ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره درې ورځنۍ ښوونیز سمینار ترسره شو

 

دغه سمینار د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو او د دې ولایت د علماوو شورا ریاست سره په ګډه د نوموړي ولایت  زندانیانو ته ترسره او د علماوو  له لورې به د فکري روزنې په موخه هر اړخیز معلومات ورکړل شي.

داراز، د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د دې ولایت علماوو شورا ریاست څخه په مننې دا ډول سمینارونه د زندانیانو په اصلاح او ښې روزنه کې ګټور یاد کړل او د ورته نورو ښوونیز او روزنیزو برنامو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

شوال المکرم ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS