د کابل ولایت د څرخي پله په ښځینه محبس کې (۱۴۷) تنو ښځينه محبوسینو بیلابیلې ښوونیزې، روزنیزې او حرفوي زده کړو پای ته ورسولې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
اناثیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو، په هېواد کې د دې ادارې تر چتر لاندې د ښځينه زندانیانو شرعي او انساني حقونو ته د لا ځانګړې پاملرنې په موخه د کابل ولایت د څرخي پله په ښځینه محبس کې (۱۴۷) تنو ښځينه محبوسینو  له جملې (۴)  تنه د قران کریم د ناظرې، (۴۸) تنه د لمانځه د فقې، (۱۲) تنه د سیرت النبي(ص)، (۳۲) تنه د سواده زده کړې، (۱۲) تنه د خیاطۍ، (۱۲) تنه د زراعت، (۲۷) تنه د غالۍ اوبدلو له ښوونیزو، روزنیزو او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ښوونې او بیا روزنې رئیس  محترم مولوي نظر محمد "ناصري"په داسې حال کې چې  د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د ښځینه محبس امر محترم مولوي عبدالقیوم "سعید" شتون درلود په خپلو خبرو کې وویل:« د زندانونو چارو د سمون ادارې ټولو زندانیانو ته مو د اصلاح او روزنې ښه زمینه برابره کړې او ټول زندانونه مو د علم او اصلاح ریښتیني مرکزونو باندې بدل کړي دي.

نوموړي زیاته کړله چې، د ټولو زندانونو له زندانیانو څخه هیله لرو چې د خپل ځان د اصلاح او کورنۍ ته د حلالې نفقې د ګټلو لپاره دې د ادارې د دیني ،عصري او حرفوي زده کړو په برنامو  کې برخه واخلي.

داراز، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیقي د یادو مراسمو ګډونوالو محبوسینو ته وویل چې زندان ستاسو لپاره د اصلاح ځای ده او په ترسره شویو خطاوو توبه وباسئ.

دغه راز، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم اخلاص په خپلو خبرو کې د دې مراسمو ګډونوالو ته زیاته کړله چې موږ به هغه زندانیانو ته چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په حرفوي برنامو کې  یې برخه اخیستې او فارغ شوي وي کاري زمینه برابره او په زندان کې د زده کړي کسب پر مټ د کار په بدل کې (۶۰) سلنه مزد ورکړو ترڅو له زندانه خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه وګټې.

په پای کې دغه مراسم د نوموړي محبس د ښځینه ښوونکو او د پوهنې وزارت د راغلي پلاوي له لوري د ممتازو زده کوونکو د لا هڅونې په موخه تصدیق نامو او مننلیکونو په ورکړې او د خی

ر دعایې په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

ذوالقعده ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS