ولایتي خبرونه(هلمند، پکتیا) د هلمند ولایت د زندان اداري پرسونل ته د عامه پوهاوي په پار درې ورځینی ښوونیز سمینار پیل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۱۳
ولایتی

دغه سمینار د زندانونو چار د سمون  ادارې د رهبرۍ په لارښونه او د یادې ادارې د خدماتو ریاست له لورې د نوموړي ولایت د زندان د خدماتو، لوژستیک، صنعتي، تعلیم او تربیه، تخنیک او تکنالوژۍ برخو پرسونل ته د عامه پوهاوي په پار جوړ شو.

 همدا شان، د سمینار وړاندې کوونکوو د یاد سمینار په ارزښت خبرې وکړې او ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې په یاد سمینار کې نورې ګټورې تجربې هم خپلې او په عملي چارو کې  ترې ګټه پورته کړي.

همداراز، د دې زندان مسوولینو یاد سیمنار د چارو ښه والي او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ګټور او غوره ګام وباله او په راتلونکي کې یې دې ته ورته د نورو ښوونیزو برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو ترمنځ (خوشحاله ملت ) تر عنوان لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې

 

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو  او  پرسونل د (۸) لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ پیل شوې چې موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د پکتیا ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

ذو القعده الحرام ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 


 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS