د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د سره صیلب نړېوالې کمېټې یوه پلاوي سره وکتل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۳:۵۰
dkf;sjpow

د دې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د مقام سکرتر محترم ډاکتر محمد عوض "خپلواک" هم ورسره وو، د افغانستان لپاره د سره صیلب نړېوالې کمېټې استازې اغلې کترینا ریتز په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې د دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره په کډو همکاریو او  تخنیکي مرستو راجلبولو په اړه خبرې اترې وکړې.

همدا شان دواړو لوریو د ېوې کارې تفاهمنامې په هکله خبرې وکړې چې پر بنسټ به یې د سره صلیب نړېواله کمېټه وکولی شي د نړېوالو همکارو بنسټونو څخه ډیرې مرستې راجلب او خپلې مرستې لا نور هم زیاتې کړي.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري د یادې کتنې په ترڅ کې د سره صیلب نړېوالې کمېټې استازو ته د ښه رغلاست ویلو ترڅنګ د یادې کمېتې له مخکینیو مرستو څخه مننه وکړله او هیله مندي یې وښوده چې نوموړې کمېټه به یادې ادارې سره  د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

داراز، د سره صیلب نړېوالې کمېټې استازې کترینا اغلې ریتز  په مشرۍ پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه په مننې وويل؛ نوموړې کمېټه د یوې بې پرې ادارې په توګه زندانیانو سره د بشري مرستو ترڅنګ به نړېوال خیریه  بنسټونه وهڅوي څو مرستې را جلب او په ګډه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په پای کې محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د مرکزي زندان د زندانیانو لپاره د سولر برېښنا سیستم تنظیم او داسې نور د اړتیا وړ تخنیکي مرستو غوښتنه وکړله چې د راغلي پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو .

 

ذوالقعدة الحرام ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS