ولایتي خبرونه (نورستان، پکتیا، بغلان) د نورستان ولایت د زندان څخه (۱۰) تنه د ابو بکر صدیق مدرسې د قران کریم د حفظ، ناظرې او قران ښوونې له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۴
ولایتی

 

د نوموړي زندان مسوولینو له یادې دورو د نوموړو محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د نورستان ولایت د شهري محکمې رئیس او یو شمېر مسوولین او ديني عالمان هم وو، د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې په پام کې لري په دې زندان کې نورو دیني ښوونیزو برنامو ته مناسبه زمینه برابره کړي.

همداشان، یادې غونډې ته راغلو علماوو کرامو په زندان کې دې دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندان له رهبرۍ څخه یې د مننې تر څنګ د نورو دیني برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

نوموړې غونډه، د نورستان ولایت په زندان کې د دیني زده کړو شپږ میاشتنۍ دورې څخه فارغو شویو محبوسینو او محجوزنیو ته ډالیو په ورکړې او دعایې په کولو سره پایته ورسېده.

 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د توقیفخونې ودانۍ  بیا روغونې چارې بشپړې او کټې اخیستنې وسپارل شوې

د یادې توقیفخونې د مسوولینو په وینا، د نوموړې توقیفخونې ودانۍ د بیا روغونې چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په اساسي توګه بیا ورغول شوې او دې سره به پرسونل او توقیفیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې.

 

 

په ورته وخت کې، د بغلان د زندان پرسونل او زندانیانو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

 

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل د ټېمونو  ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د نوموړو مسوولینو په وینا دې دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د بغلان ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

ذو الحجه الحرام ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS