د زندانونو چارو د سمون ادارې د څارنې او ارزونې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس او د کابل ولایت د توقیفخونو ریاست له کانتینونو څارنه او ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
محبس مرکزی

د دې ادارې د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عطا محمد"محمد" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د سلب ازادۍ په ځایونو د څارنې رئیس محترم داریوش " مجددي"،  د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله   د نوموړي زندان او توقیفخونو له کانتینونو څخه د څارنې او ارزونې پرمهال اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې او د زندانیانو لپاره د لا غوره خدمتونو د رامنځ ته کولو په تړاو یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د نوموړې ادارې  د څارنې او ارزونې رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد زندان د کانتینونو د نرخنامې، د خوراکي توکو تاریخ، د غیر قانوني توکو د خرڅلاو مخنیوي، د خرڅلاو توکو د څرنګوالي، د پاکوالي مراعاتول او له زندانیانو سره د پېر او پلور پر مهال د اړوند کانتینونو څښتنو چلند ارزونه وکړله.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عطا محمد"محمد" په مشرۍ پلاوي د څرخي پله مرکزي محبس او دکابل ولایت د توقیفخونو ریاست د کانتینونو څرنګوالي ارزونه تر ډېره مثبته یاده کړله او د توکو په لا ښه کیفیت یې ټینګار وکړ.

 

ذوالحجه الحرام ۱۹/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS