د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوي کندز ولایت ته سفر وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴۷
کندز

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزڼې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت " مشعل "، د شخصیتي دوسیو، مخابرې، اوپراسیون او د بغلان زندان امرینو یې هم ملتیا کوله، کندز ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره  د نوموړي زندان د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

تر دې وروسته، نظامي مرستیال او مل پلاوي نوموړي ولایت زندان ته لاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دا راز، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.

همدا شان، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لا ښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر  په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو  لپاره د خوړو ، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

محرم الحرم ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS