د ننګرهار ولایت له زندان سره د سره صلیب نړيوالې کمېټې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۱۰
ولایتی

ولایتي خبرونه( ننګرهار، پکتیکا، میدان وردګ)

 

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې چې د کالیو مینځلو پودر، شامپو، صابون، خوړو دسترخوان، جارو، د اوبو سطلونه، د غاښونو کریم او برسونه، او د پاکۍ لپاره د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد ولایت د زندان پر زندانیانو د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د دې زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د نوموړې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

 

د سروبي ولسوالۍ توقیفخونه د دې ولایت د مسوولینو په هڅو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعاله او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

دا راز، د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په خپلو خبرو کې وویل: نوموړې توقیفخونه په پاخه او معیاري ډول جوړه شوې او  پرسونل او توقیفیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

داراز، نوموړي زیاته کړه چې د یادې توقیفخونې فعالیدو سره تر ډیره بریده به د یادې ولسوالۍ د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.

 

 بلخوا بیا، د میدان وردګ د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د سید اباد ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړه

 

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د سید اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې او لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

محرم الحرام ۱۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS