د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۴
مرکز اصلاح

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال د یاد مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله"حقاني" او پرسونل  سره د دې مرکز د محجوزینو لپاره د لاغوره چوپړتیاوو برابرولو او لانورې ښې پاملرنې په اړه خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل او هغوی یې د اصلاح په موخه د یاد مرکز له لوري د برابرو شویو ګټورو ښوونیزو، روزنیزو، حرفوي او ورزشي برنامو کې ګډون لپاره وهڅول.

داراز، پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شته نیمګړتیاوو د بشپړولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه یې اړوندو مسوولینو ته د پام وړ لارښوونې وکړې.

په پای کې، پلاوي د دې مرکز له امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه هم لیدنه وکړله او مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.

 

صفر المظفر ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست      

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS