ولایتي خبرونه: (سمنګان، جوزجان) د سمنګان ولایت د زندان نظامي مدیر د دې ولایت د روی دو اب، خلم او د کوزې صوف درې ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۴۰
ولایتی

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د نوموړي ولایت  د روی دو اب، خلم او د کوزې صوف درې ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، نظامي مدیر او  پلاوي د نوموړو ولسوالیو اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

د یو بل خبر له مخې، د جوزجان ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د زندان مسوولینو په وینا؛ دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو زندانیان د خپګان احساس ونه کړي.

 

ربیع الاول ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS