ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
ولایتی

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله زمونږ هیوادوال په کې سخت زیانمن شوي دي.

د دې زندان امر، زلزله ځپلو قربانیو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ په څرګندولو سره وویل: دغه زلزله د ټولو افغانانو لپاره یوه ستره او درد ناکه غمیزه ده، او په دې ستر غم کې مونږ درسره ځان شریک بولو.

لغمان:

د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ له خوا محترم قاري فرهاد "نسیمي" د لغمان ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" ګډونوالو ته د زندانونو چارو د سمون ادارې رسمي مکتوب ولوست.

محترم مولوي سعید په ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل یاد کړ او د مخکیني امر محترم مولوي عبیدالله "حقاني" کړنې یې وستایلې او د نوموړي زندان له پرسونل څخه غوښتنه وکړله، چې له نوي امر سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.

په پای کې محترم قاري فرهاد "نسیمي" ژمنه وکړله، چې دغه دروند مسوولیت به په ریښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کوي او د زندان چارو د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتي.

غزني:

ورته مهال، د غزني ولایت په زندان د دې ولایت توقیفخونو امرینو ته درې ورځینی روزنیز سمینار پای ته ورسیده

دغه سمینار چې د غزني ولایت د زندان له لورې نوموړي ولایت د توقیفخونو امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، ګډونوالو ته د توقیفیانو سره د انساني چلند پر اصولو، د اسلامي احکامو پلې کولو، د توقیفخونو مدیریت، مسوولیت پېژندنه، تقوا او نظم په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د دې ولایت د زندان رئیس محترم الحاج محمد نور بلال شاهین وویل چې دا ډول سمینارونه نه یوازې علمي ګټه لري بلکې د تجربو شریکولو زمینه هم برابروي او زمونږ موخه دا دی چې توقیفخونو کې د اصلاح انسجام او عدل فضا لا پیاوړې شي.

د سمینار ګډونوالو خوښۍ په څرګندولو سره یې له ادارې څخه مننه وکړله چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړې او له مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړله چې ورته روزنیزو برنامو دوام ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې، د غزني ولایت د زندان مسوولینو له لورې راټوله شوې مرسته چې ۵۰ زره افغانۍ کیږي د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته وسپارله څو د کونړ ولایت ځپلو باندې وویشل شي.

غور:

بلخوا بیا، د غور ولایت په زندان کې د ملکي او نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پای ته ورسیده

دغه سمینار، چې د غور ولایت د مقام د دفتر او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سره په ګډه همکارۍ یاد زندان د کارکوونکو چارو مدیریت له لورې جوړ شوی وو، ګډونوالو ته اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د زندان مسوولینو د نوموړي ولایت د مقام د دفتر او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاستونو څخه په مننې دا ډول برنامې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ګټور یاد کړل او د ورته نورو برنامو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

ربیع الاول ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS