د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څخه د لیدنه ترڅنګ زندانیانو ته د یوه نوي اوعصري جومات د بنسټ ډبره کیښوده

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۳:۳۱
raise

د دې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" په داسې حال کې، چې یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو یې ملتیا کوله، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت د زندان نوې ودانۍ له رغنېزو او روانو چارو د ارزونې سربېره له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د بلخ ولایت د نوي زندان له رغنیزو چارو څخه په لیدنه کې د پروژې څرنګوالي، پرمختګ او تطبیق څرنګوالي ارزونه وکړله.

محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د رغنیزو چارو د مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د نوې ودانۍ کارونه باید د تخنیکي معیارونو پربنسټ پرمخ ولاړ شي او ټولې چارې دې په ټاکل شوي وخت کې بشپړې شي.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري له لورې د نوموړي ولایت په نوي زندان کې د یو جومات جوړولو ډبره هم کېښودل شوه.

د یادونې ده، چې د بلخ ولایت نوی زندان رغنیزې چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په پاخه اساسي ډول جوړیږي چې په بشپړېدو سره به یې د نوموړي ولایت د زندان زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د تعمیراتي چارو ستونزې به هوارې شي.

 

ربیع الاول ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS