د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د پلان او اوپراسیون مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۳:۵۱
nazmi

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د پلان او اوپراسیون عمومي مدیر سمونوال مولوي شاه محمد "مفکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د سلسله مراتبو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، د نظامي یونیفورم په جدي توګه استفادې، مسلکي زده کړو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د نوموړې ادارې سرپرست او  د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

په ورته وخت کې، د ادارې د پلان او اوپراسیون د عمومي مدیر محترم سمونوال مولوي شاه محمد "مفکر" له خوا د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د دې مدیریت اړوند کاري معلومات هم وړاندې شول، چې د محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" یې لیدو او اورېدو وروسته د رضایت په څرګنولو سره ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته سپارښتنه وکړله، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او له تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت ترسره کړي.

 

جمادي الثاني ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS