د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل
محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د پلان او اوپراسیون عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د سلسله مراتبو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، د نظامي یونیفورم په جدي توګه استفادې، مسلکي زده کړو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، د نوموړې ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».
په ورته وخت کې، د ادارې د تخنیک او اسلحو د عمومي مدیر محترم سمونوال محمد برات "ابوبکر" له خوا د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د دې مدیریت اړوند کاري معلومات هم وړاندې شول، چې د محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" یې لیدو او اورېدو وروسته د رضایت په څرګنولو سره ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته سپارښتنه وکړله، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او له تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت ترسره کړي.
جمادي الثاني ۱۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
