ولايتي لنډ خبرونه: ( هلمند، فاریاب)

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
halmand

د هلمند ولایت زندان کې (۸۵) تنه زندانیان له حرفوي زده کړو فارغ شول.

د دې ولایت مرستيال والي محترم الحاج مولوي محمدنبي "حماس" په داسې حال کې، چې  د یاد زندان رئيس محترم الحاج مولوي بهاءالدين "عاطف" او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو  هم شتون درلود، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال وویل، د اوسني اسلامي نظام د پایښت لپاره تر ټولو اړين کار امنيت دی، ځکه د هغه په خبره که چېرې په يوه ټولنه کې يو کس د شریعت خلاف ناوړه کړنه ترسره کړي، بيا د شرعي اصولو په اساس هغه ته حبس سزا ټاکل کېږي، څو هلته اصلاح او بیا وروزل شي.

همداراز، د مراسمو نورو ویناوالو هم وویل، « الحمدلله اوس د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو او دې نظام د ټولنې ټولو قشرونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او ښه بېلګه يې ننني مراسم دي، چې لسګونه مجرمین په حرفوي زده کړو سمبال او تر ازادېدو وروسته به د ګټورو وګړو په توګه ټولنې ته وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د هلمند ولایت د زندان صنعتي امر محترم ملا سیف الله انوري وویل، چې په دې زندان کې دغه (۸۵) تنه زندانیان د دیني زده کړو، کمپيوټر زده کړې، د موټر سايکل ترمیمولو، خياطۍ او د تعمیراتو نل غځونې له (۳) میاشتنیو ښوونیزو او روزنیزو دورو څخه فارغ شول.

هغه زیاته کړه، د دې زندان رهبري هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو برخه نوره هم پیاوړې کړي، څو ترې ټول زندانیان برخمن او له همدې لارې خپلو اولادونو ته حلاله نفقه پیدا کړي.

داراز، د هلمند زندان کې د یادو فارغو شویو زندانیانو په استازیتوب دوه تنو یې خبرې وکړې او د زندان له مسوولینو یې د مننې او خوښۍ په څرګندولو وویل: « موږ ته دا مهال زندان د زده کړو په یو مرکز بدل شوی او زموږ لپاره د بوختیا او کسب زده کړې یو ښه فرصت په لاس راغلی».

فاریاب:

د فاریاب ولایت په زندان کې د ښځینه محبوسینو او د اصلاح او روزنې مرکز ماشومانو محجوزینو لپاره د یو روغتیايي کلینیک د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.  

د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد موسی "ایمل" وویل، دا کلینیک چې درې خونې به ولري په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

جمادي االثاني۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS