د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز څخه (۱۶۵) تنو محجوزینو د قرانکریم د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو دوره پایته ورسوله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۰
بل

د دغې دورو د پای غونډې په مراسمو کې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین محترم مولوي مهاجر"فراهي"، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د یاد مرکز محجوزینو فارغانو د کورنۍ غړو او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د دوی د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو د دورو د پایته رسېدو مبارکي ویلې او نوموړو محجوزینو ته یې په نورو دیني او عصري برنامو کې هم د ګډون لارښوونه وکړله.

همداشان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د یادې غونډې پرمهال د قرآن عظم الشان پر فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړلې او د حفظ، ناظرې دورو او حرفوي زده کړو (کسب زده کړې) دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام یاد کړ او په زندان کې یې د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندان له رهبرۍ څخه یې د مننې تر څنګ د نورو دیني برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، د یاد مرکز رئیس محترم مولوي حقاني د مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ هڅه کوو څو په راتلونکې کې د دا شان نورې دیني، ښوونیز او روزنیزې برنامې لا هم زیاتې کړو، دا په داسې حال کې دی چې په تیرو دریو کلونو کې په زرګونه محجوزین د بېلا بیلو دیني او حرفوي زده کړو له ښوونځیو او مدرسو څخه فارغ شوي دي.

داراز، په یادو مراسمو کې  د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري وویل؛ پخوا به په یاد مرکز کې دا ډول ګټورو او روزنیزو برنامو خدمات او اسانتیاوې نه وې، خو نن الحمد لله ماشومان په یاد مرکز کې د قران کریم حفظ، ناظره او کسب زده کړې کوي، څو پرمټ یې محجوزین وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

هېره دې نه وي، چې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې د قرانکریم د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو زده کړو برنامو له لارې (۱۶۵)تنه محجوزین فارغ شول، چې له دې جملې څخه د قران کریم حفظ (۵) تنه، د قران کریم ناظرې څخه (۳۰) تنه، د پنځو حرفوي زده کړو( موبایل ترمیم، نل دواني، بوټ ګنډنې، خیاطۍ او د بریښنایي وسایلو ترمیم) له ټولګیو څخه (۱۳۰) تنه او (۱۰) تنه نورمحجوزین د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ څخه فارغ شول.

په پای کې، یادو فارغ شویو محجوزینو ته د فضیلت پګړۍ پر سر تړلو، ډالیو او تصدیق پاڼو په ورکولوسره یاد مراسم د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

شعبان المعظم ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS