د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه د لیدنې او ارزونې سربېره د یاد زندان لپاره محمد ایوب "ناصر" د نوي نظامي مدیر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۵
معرفی

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي چارو معاونیت مدیر محترم سمونوال حبیب الله "اکبري"، د کشف او اوپراتيفي مرستیال محترم سمونوال مولوي محمود "فیاض"، د پلان او اوپراسیون مدیر محترم سمونوال مولوي شاه محمد "مفکر"، د تخینک مدیریت مرستیال محترم سمونمل قاري ذاکر او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د زندانونو په چارو کې د نظم، امنیت او مسلکي مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د نوي نظامي مدیر ټاکنه به د یاد زندان په امنیتي او اداري چارو کې د لا ښه والي سبب شي.

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق نوي ګمارل شوي نظامي مدیر ته سپارښتنه، چې خپله دنده په پوره صداقت، ژمنتیا او مسلکي اصولو سره ترسره کړي او د زندانیانو د ساتنې تر څنګ، د قانون پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

بل لور ته، نوي معرفي شوي نظامي مدیر هم ډاډ څرګند کړ، چې د ورسپارل شویو مسوولیتونو د سم ترسره کولو لپاره به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او د زندان د امنیت د ټینګښت او نظم د تأمین لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

تر دې وروسته، د محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت د زندان د پایوازۍ بهیر ترڅنګ، له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

ذوالقعده ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS