د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه ارزونه وکړله
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره و، پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له بېلابېلو امنیتي، اداري او خدماتي او نورو اړوندو څانګو وضعیت له نږدې وڅېړه او د چارو د لا ښه تنظیم، اغیزمنتیا او همغږۍ په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې، د امنیتي چارو د لا پیاوړتیا، د نظم د ټینګښت او زندانیانو د اصلاح او روزنې پروګرامونو د لا ښه تطبیق او د شرعي اصولو سره سم د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.
د نظامي چارو مرستیال زیاتوي، دغه اداره به د ولایتي زندانونو د چارو د لا ښه تنظیم، د پرسونل د ظرفیت لوړونې او د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.
همداراز، د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د روانو فعالیتونو، شته ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د نظامي چارو مرستیال ډاډ ورکړ چې د چارو د لا ښه والي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
په همدې حال کې، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې وکړې.
ذوالقعده ۲۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
