د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
ولایتی

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الحی " اخندزاده "، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د یاد زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" د یاد ولایت د امر بالمعروف، علماو شورا، د عدلي او قضايي اورګانونو رئیسانو او یو شمېر نورو ځايي مخورو او مسوولینو هم ګډون درلود، د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، چې په پام کې لري په دې زندان کې نورو دیني ښوونیزو برنامو ته مناسبه زمینه هم برابره کړي.

همداشان، د یاد زندان رئیس د غوڼدې پرمهال زیاته کړله، زمونږ هڅه دا ده، چې زندانیانو لپاره دې ته ورته نورې اصلاحي او روزنیزې برنامې په لاره واچوو څو د هغوی د اصلاح او سمون سبب وګرځي.

همهاله، د یادې غونډې ویناوالو، د قرآن عظیم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ، ناظرې دورو او زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړله، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی، نو بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي او دا یې هم وویل؛ چې په زندان کې دې د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام دی او د زندان له رهبرۍ څخه یې د مننې تر څنګ د نورو دیني برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

د معلوماتو له مخې، د کندز ولایت په زندان کې د ديني او کسب زده کړو برنامو له لارې (۱۲۷) تنه زندانیان فارغ شول، چې له دې جملې څخه (۴)تنه د قران کریم د حفظ، (۳۵)تنه زندانیان د قرآن کریم د ناظرې، (۶۱)تنه د نوراني قاعدې او د لمانځه زده کړو او (۲۲)تنو د کسب زده کړو دورې بشپړې کړې.

باید یادونه وکړو، هغو څلور تنو محبوسینو، چې د قران کریم حفظ دوره یې په بریالیتوب سره بشپړه کړې وه، د سترې محکمې د حکم پر بنسټ د بند پاتې موده ورته عفو او خوشې شول.

په پای کې، یادو فارغ شویو زندانیانو ته د فضیلت پګړۍ پر سر تړلو سره یاد مراسم د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

محرم الحرام ۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS