د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د لوګر ولایت له زندانه د چارو لا ښه والي په موخه ارزونه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۴:۴۳
لوگر

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال"فاتح" او مل پلاوي یې لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

داراز، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

داراز، نوموړي پلاوي د یادې برخې مسوولینو ته په خبرو کې وویل؛ چې خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې تر څنګ پایوازانو سره ښه چلند وکړي.

همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ  پلاوي د لوګر ولایت د د ماشومانو اصلاح او روزنې نوي جوړ شوي مرکز له خونو څخه د لیدنې پرمهال

د یاد  مرکز له محجوزینو سره هم ولیدل او هغوی ته یې په خپلو خبرو کې وویل:  دلته چې ستاسو ته د  اصلاح په موخه د زده کړو زمینه برابره شوې، خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ هڅه وکړئ چې دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه ګټه پورته او د خپل د حجز مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ سره د سالمو وګړو په څېر یو ځای شئ.

په پای کې، نوموړي پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، ښوونیزې، روزنیزې، کانټینونو او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الاول ۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

اخبار ولایتی (پکتیا، بغلان) رئیس زندان ولایت پکتیا، به منظور بررسی کار ساختمان تعمیر توقیفخانه ولسوالی سید کرم عازم آن ولسوالی گردید.

محترم عبد الغنی"عادل" رئیس زندان ولایت پکتیا، در آغاز سفر با ولسوال، آمر استخبارات و قاضی محکمه ولسوالی سید کرم  دیدار نمود، روی همکاری های هرچه  بیشتر میان ادارات ذیربط تاکید صورت گرفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

به منظور بررسی ارایه خدمات بهتر کارمندان، بخش‌های تعمیراتی و عرضه خدمات خوب صحی، هیئتی از مرکز عازم ولایت زابل گردید

محترم الحاج ملا عبدالله "عباد" رئیس تعمیرات و محترم داکتر سید احمد "اسحاقزی" رئیس امور صحی اداره تنظیم امورزندان ها، با هیئت همراه شان در حالیکه محترم ملا حکمت الله "خطاب " آمر ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

خبری‌های ولایتی (میدان‌وردگ پکتیا) مسئولان زندان ولایت میدان وردک، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی  سید آباد گردیدند

محترم مولوی محمد هاشم "حقانی" آمر زندان ولایت میدان وردک و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی سید آباد عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

آمر زندان. . .

BACK TO NEWS