په خوست زندان کې د ۱۱ عشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بلاک دوهم منزل د جوړولو چارې پیل شوې
د یاد بلاک د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي محبوب شاه "قانت"، د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ الحدیث افضل حسین "حسیني"، د خوست زندان امر محترم قاري سمیع الله "مجنون" او یو شمېر قومي مشرانو او د خصوصي شرکت استازو ګډون کړی و.
د خوست ولایت د زندان مسوولینو په خبره، دغه پروژه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري تمویلېږي، چې د تطبیق ټولیز لګښت یې ۱۱ میلیونه، ۴۸۹ زره او ۵۱۰ افغانۍ کېږي او ټاکل شوې ده، چې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې بلاک په جوړېدو سره به د خوست زندان د استوګنې ظرفیت زیات او د زندانیانو د ځای پر ځای کولو په برخه کې به شته ستونزې تر یوه بریده حل شي.
جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
