د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په دولسمه ناسته کې پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وشوې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۴:۵۲
رهبری

دغه ناسته، چې نن( پنجشنبې) د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاد"، د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د مرکزي ادارو د رئیسانو، امرینو او ملکي او نظامي برخو یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې هغو مسوولینو چې ورته د تېرې غونډې پرمهال دندې او چارې سپارل شوې وې، د ترسراوي د پرمختګ او دوام په اړه خپل ریپوټ شریک کړ، چې د رهبرۍ له خوا یې د پرمختګ ستاینه او په مناسبه توګه د پایته رسولو په هکله لازمې لارښوونې وشوې.
همداشان، د غونډې ګډونوالو له اجنډا سره سم په ژمي کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د محجوزینو د خونو تودولو لپاره د تدابیرو نیولو او امکاناتو برابرولو په اړه بحث او پرېکړه وکړه.
د نوموړې غونډې پرمهال، یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو نورو مسایلو په هکله خپلې خبرې او نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ نننۍ ناسته، د دعایې په ویلو سره پایته ورسېده.

ربېع الثاني ۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS