د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په دیارلسمه ناسته کې پر یوشمېر مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۵:۵۷
رهبری

دغه ناسته، چې د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبيب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاد"، د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د مرکزي ادارو د رئیسانو، امرینو او ملکي او نظامي برخو یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې هغو مسوولینو چې د تېرې غونډې پرمهال ورته ځینې مسوولیتونه سپارل شوي وو، د هغو د ترسراوي، پرمختګ او دوام په اړه خپل ريپوټ شریک کړ، چې د رهبرۍ له خوا یې د پرمختګ ستاینه او په مناسبه توګه د پایته رسولو په هکله لازمې لارښوونې وشوې.
په ورته وخت کې، د ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د غونډې ګډونوالو سره د خپلو ولایتي سفرونو او هلته د زندانونو، توقیخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو څخه د لیدنو او وضعیت ارزونو په اړه معلومات شریک کړل.
تر هغې وروسته، د دغې ادارې له خوا په ازادۍ سلب مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو په اړه بحث وشو، چې د ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي مستري له خوا د روغتیا ریاست ته سپارښتنه وکړه، څو په مرکز کې پر طبي تجهیزاتو د سمبالو (۵۰) بستریز او(۲۰) بستریزو روغتونونو پرمټ د بندیانو روغتیا او درملنې لپاره خپلې ځانګړې پاملرنې، جدي هڅو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړي، خو د ادارې عمومي رئیس وویل: « د روغتیا ریاست دې په نوموړو روغتونونو کې د طبي عملیاتو او د سر او سترګو له درملنې پرته نور ټول روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، ځکه چې طبي عملیات او د یادو غړو درملنه ډېرو امکاناتو او پرسونل ته اړتیا لري، چې موږ به یې د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ نورو روغتونونو کې د درملنې لپاره زمینه برابره کړو».
د محترم مولوي مستري په خبره، په دې سره به بندیانو ته د روغتیا په برخه کې چې د دوی بشري حق دی لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
همداشان، د غونډې برخوالو د ادارې اړوندو رغنیزو چارو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا په دې برخه کې هم اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په لږ لګښت لوړ کیفیت ته زیات پام وکړي.
نوموړي زیاته کړه: « باید لګښت لږ وي او رغنیزې او تعمیراتي چارې ښه کیفیت ولري، څو دغه اداره په خپل دې ګام سره وکولی شي، خپله بودجه په معقوله، بنسټیزه، اصولي او مثمره توګه ولګوي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې غوره بېلګه وي».
داراز، د نوموړې غونډې پرمهال یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو یوشمېر نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ نننۍ ناسته، وطن ته د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

جمادي الاول ۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS