د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د کاپيسا، پنجشېر او پروان ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۴۴
سفر به ولایات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص" او د څارنې او ارزونې رئیس محترم عبدالشکور "طيب" په ملتیا یو لوړپوړی پلاوی، د يادو زندانونو د وضعيت د ارزونو په ترڅ کې لومړی کاپيسا ولایت ته په رسمي سفر ولاړ او د دغه ولایت د زندان له مسوولینو او پرسونل سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
 دغه راز، د پلاوي مشر محترم مولوي مستري د ياد زندان بنديانو سره په کتنه کې هغوی ته وينا او ځينې لازمې او مهمې توصيې وکړې.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ ياد پلاوي د خپل سفر په دوام پنجشېر ته ولاړ او د دغه ولايت د زندانيانو د وضعیت معلومولو او ورته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په هکله له مربوطه مسوولينو سره تر خبرو او سلا مشورو وروسته د نوموړي ولايت د زندان له زندانيانو سره هم وليدل او په خپلو خبرو کې يې ورته ګټورې لارښوونې وکړې.
 داراز، محترم مولوي محمد یوسف "مستري" او مل پلاوي يې تر پنجشېر وروسته د پروان د زندان او بنديانو د وضعيت ارزولو په موخه دغه ولايت ته د سفر په ترڅ کې لومړی د ياد ولايت د زندان مسوولينو سره پر اړوندو مسايلو بحث وکړ او  بيا يې د نوموړي زندان بنديانو سره په ليدنه کې د وينا پرمهال د قانون او اصولو په چوکاټ کې د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وکړه.
د يادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ دغه پلاوي د کاپيسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د زندانونو د مسوولينو او پرسونل چارې وارزولې او د لاښه والي لپاره يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې، ياد پلاوي د نوموړو ولايتونو د زندانونو د امنيتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه د هر اړخيزې څارنې ترڅنګ، روغتيايي خدمتونه، اعاشه، اباته، ښوونيز، روزنيز او اصلاحي پروګرامونه، رغنيزې يا تعميراتي چارې، په راروان ژمي کې د بنديانو د خونو د تودولو، د حمام او اوداسه لپاره د تودو اوبو، د عباداتو ښه اداکولو لپاره د مناسبې فضا او امکاناتو برابرولو او بېلابېلې برخې په کره توګه وارزولې، په دې هدف د ترسره شويو فعاليتونو، تدابيرو او لاسته راوړنو ستاينه يې وکړه او په ولايتي کچه د په ګوته شويو ستونزو او نيمګړتياوو د حل لپاره يې مربوطه مسوولينو ته لازم مسووليتونه وسپارل او د هغو ستونزو، چې حل يې په يادو ولايتونو کې امکان نه لره، له خپله اړخه په مرکز کې د رسېدنې ژمنه وکړه. 
په ورته مهال، پلاوي دغه مسوولین د بندیانو د انساني او اسلامي حقونو لا ښه رعایتولو ته هم ځير کړل.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، چې د هېواد له ټولو ازادۍ سلب مرکزونو څخه لیدنه وکړي، وضعیت، ستونزې او چارې یې وارزوي او د سمون او رسېدنې لپاره ورته لازمې حللارې پیدا او عملي کړي.

جمادي الاول ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS