د فراه د زندان مسوولینو د دغه ولایت د عالمانو شورا او امر باالمعروف و نهي عن المنکر له استازو سره وکتل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۶:۳
فراه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د فراه د زندان مسوولینو د یاد ولایت د عالمانو شورا د مرستیال او د امر با المعروف و نهي عن المنکر د استازو په ګډون راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، دواړو خواوو په دې کتنه کې د دغه زندان د بندیانو لپاره د چمتو شویو دیني درسونو او اصلاحي پروګرامونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداشان، یاد پلاوي د نوموړي زندان د بندیانو وضعیت له نږدې وارزاوه، د هغوی خبرې او روا غوښتنې یې واورېدې او له مسوولینو څخه یې د هغوی د برخلیک معلومولو او وضعیت لا ښه والي لپاره خپل نظرونه شریک کړل.
په ورته وخت کې، د فراه د زندان بندیانو له پلاوي سره په خبرو کې د دغه زندان د مسوولینو له چلنده د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، دوی په دې هم خوښ دي، چې په زندان کې ورته د مناسبو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره شوې ده.

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS